د ځمکې مدیریت د ارزونې چوکاټ

د ځمکې مدیریت د ارزونې چوکاټ

د ځمکې مدیریت د ارزونې چوکاټ ((LGAF، چې له FAO, IFAD, IFPRI ، د ملګرو ملتونو د بشر مېشتولو دفتر (UN Habitat)، د افریقایی ټولنې او نورو دوه اړخیزو همکارانو سره په ګډه همکارۍ، د نړیوال بانک له خوا پراختیا موندلی، د هېواد په کچه د ځمکې مدیریت د وضعیت د څېړلو او ارزولو په موخه هغه تشخیصی وسیلې دی، چې له هغو مشارکتی پروسو څخه کار اخلی، چې د بهرنیو په پرتله، له موجودو شواهدو او سیمه ییز تخصص څخه، یو سیستماتیکه طرح وړاندې کوی.
دلته د هېواد د ځمکې مدیریت نهه ټولیزې کلیدی څانګې دی، چې د ځمکې مدیریت د ارزونې چوکاټ (LGAF ) پرې تمرکز لری. دغه څانګې تر ډېره په دودیزه بڼه له یو بل سره نه بېلېدونکې تعامل لری. LGAF هوډ لری، چې دا ټول تر یو چوکاټ لاندې راولی. دغه څانګې عبارت دی له: (۱) د ځمکې حقوقو پېژندنه (۲) د ځنګلونو او عامه ځمکو حقوق او له کلیوالی ځمکو څخه د کار اخیستنې مقررات (۳) د ښاری ځمکو کارول، پلانول او پراختیا (۴ ) د عامه ځمکو مدیریت (۵) پانګه والو ته د ځمکو د لویو قطعو انتقال (۶) د ځمکې د معلوماتو ټولیزه وړاندې کول: ثبت او کادستر (۷) د ځمکې ارزونې او مالیات (۸) د اختلافاتو حل او (۹) رسمی او اداری لارې چارې او تګلارې. د دغو نهو تمرکز شویو څانګو لپاره، د نړیوالو تجربو پر بنسټ، د ځمکې د ادارې یو لر شاخصونه غوره شوی دی، چې هر یو یې په بېلابېلو اړخونو وېشل کېږی. د هرې څانګې د وضعیت د ښودلو په موخه، د نړیوالو تجربو پر بنسټ، یو شمېر تشریحی کوډونه (د ښې کړنې لپاره =  A او کمزورو لپاره D = ) ورکړل شوی دی.
په نهمه برخه کې به د دغو نهو څانګو پر بنسټ، د څېړنې موندنې وړاندې شی او په افغانستان کې د ځمکې مدیریت د مسلکی کارپوهانو د اجماع له مخې به نومرې ورکړل شی. په داسې حال کې، چې نهمه برخه د پورتنیو یاد شویو موضوعاتو او څانګو ارزونه وړاندې کوی، خو راتلونکې برخه یې بیا بیا د څېړنې وړاندیز او سپارښتنې په بر کې ونیسی.



x