برابر حقونه، نا برابر فرصتونه: د افغانستان په پارلماني او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون

برابر حقونه، نا برابر فرصتونه: د افغانستان په پارلماني او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون

Back

برجسته ټکي

لیکوالان اولیور لو, چونا آر. ایچاویز, فرخ لقا امینی, فرید احمد بیات, ضیا حسین, ریحانه گلثوم حسینی, مــســـعــوده کــوهـسـتـانــی
ټایپول ترکیبي څړیزه
موضوع د جندر
ژبه پښتو
د خپرېدو نېټه میزان ۲۱, ۱۳۹۱
ټولټال مخونه ٧٠
د لاسرسي وړ په English | پشتو | دری
تشریح
د افغانستان د ۱۳۸۳ کال د اساسي قانون په رڼا کې د یو ډموکراټيک نظام رامینځ ته کیدل بې له شکه د هیواد د ښځو لپاره د سیاسي ګډون د بې سارې پراختیا لامل شو. په وروستیو کلونو کې په ملیونونو ښځو د ولسمشریزو، پارلماني او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو په پرله پسې پړاوونو کې د رایې ورکولو لپاره یې ګډون کړی دی. زرګونه نورو میرمنو په پارلمان او ولایتي شورا ګانو کې د څوکیو د تر لاسه کولو لپاره يې سیالي کړې ده او په قانوني توګه په دواړو ارګانونو کې د لږ تر لږه د یو پر څلورمې برخې څوکیو له ګټلو څخه ډاډه وې. ټاکنیز ګډون د ښځو لپاره یو د پام وړ فرصت و څو د هیواد د وګړو په توګه خپل مساوي حقونه څرګند او د خپلې ټولنې او په ټولیزه توګه د خپل هیواد د راتلوونکي د ټاکلو لپاره خپل غږ غوږونو ته ورسوي. که څه هم چې د دې کار لپاره دوی باید له پام وړ ستونزو سره مبارزه وکړي چې له یو لړ لاملونو لکه د خپرو کلتوري نورمونو، دوامداره نا امنۍ او هغو لارو چارو څخه چې اوسني افغان سیاستونه په کې روان دي، را مینځ ته کیږي. دغه رپوټ د UN Women دملګرو ملتونو دښځوچاروڅانګی په مالي مرسته د ۱۳۸۴، ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ کلونو په پارلماني او د ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د نوماندو او رایه ورکوونکو په توګه د ښځو د ګډون د ځینو ستونزو د راسپړلو په موخه چمتو شوی دی چې د ګډون په اړه د دوی پر شخصي تجربو او د بیلابیلو ټاکنو تر مینځ د توپیر پر څرنګوالي، د بهیر د ماهیت او اهمیت په اړه د دوی پر نظریاتو، او د دوی پر شخصي ژوند او د دوی پر ټولنې د دې ګډون پر اغیزو متمرکز دی. دغه رپوټ د بلخ، بامیان او کابل پر نسبتاً خوندي او لږ دودیزو ولایتونو متمرکز دی او له ۲۵ بریالیو او نه بریالیو ښځینه نوماندو او همدا راز د هر ولایت په یوې کلیوالي او یوې ښاري سیمه کې له ۱۰۰ څخه زیاتو خپرو نارینه او ښځو سره د کیفیتي مرکو او متمرکزو ډله ییزو بحثونو پر بنسټ ولاړ دی. د څیړنې محدودو جغرافیايي حدودو او کیفیتي کړنلارې ته په پام سره دغه څیړنه په دې لټه کې نه ده چې په ټولیزه توګه د هیواد په کچه د ښځو په موجودو ټاکنیزو تجربو نيوکه وکړي او یا د هغې شمیر ته بدلون ورکړي بلکې هیله لري چې هغه نور مهم عناصر چې ورته لږه پاملرنه شوې ده را څرګند کړي.

د پلټنې فلټر

to


x