
21 Sep په افغان سولې پروسه کې د ښځو ګډون: موضوعی څېړنه
Posted at 09:12h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | شکریه آزاد منش, احسان الله غفوری |
---|---|
د مقالی ډول | موضوعې څېړنه |
موضوع | جنسیت |
ژبه | پشتو |
د خپرېدو نېټه | سپتمبر 21, 2020 |
ټولټال مخونه | ۶۴ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
دا موضوعی څېړنه په ډاګه کوی، چې تل پاتې سوله یوازې هغه مهال شونې ده چې د سولې په پروسه کې د ښځو غږونه واورېدل شی او نظریات یې په کې شامل شی. له دې کبله د سولې په ملاتړ او د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون له حیاتی ارزښت برخمن دی. په دې موضوعی څېړنه کې تاریخی شواهدو ته لنډه کتنه په ډاګه کوی، چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۴ زیږدیز کلونو ترمنځ د ۱۳۰ په شاوخوا کې د سولې هوکړه لیکونه لاسلیک شوی دی، چې له دې ډلې یوازې ۱۳ هوکړه لیکونه یې داسې وو، چې ښځو یې د لاسلیک واکونه درلودل. ټول هغه هوکړه لیکونه چې ښځو په کې د لاسلیک کوونکو ونډې درلودې د هغو هوکړه لیکونو په پرتلې ډېر اوږدمهاله او تل پاتې وو، چې یوازې د سړیو له لوری لاسلیک شوی دی. پردې سربېره، د سولې په پروسو کې د ښځو ګډون د دې لامل ګرځېدلای څو د بشری حقونو، انتقالی عدالت، ملی پخلاینې د لا زیات ټینګښت او ورپسې په ځایی او ملی دواړو کچو کې د پرېکړو په ترسره کولو کې د ښځو پیاوړی ونډې لامل شی. |