01 Jan لنډیز: د شیعه د شخصیه احوالو دقانون تر شا د قانون او پالیسی جوړولو بهیرته یو کره کتنه
Posted at 09:03h
in پرته د ټولي
Back برجسته ټکی
لیکوالان | د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره |
---|---|
د مقالی ډول | موضوع پاڼه |
ژبه | پښتو |
د خپرېدو نېټه | جنوری 01, 2010 |
ټولټال مخونه | ١٩ |
د لاسرسی وړ په | English | پشتو | دری |
تشریح |
د ۱۳۸۷ کال د کب په میاشت کې د شیعه د شخصیه احوالو د قانون خبر د هغو مرستندویه ملکونو مشرانو ته ورسیده کوم چې د افغانستان د دولت جوړولو د هڅې لپاره په لندن کې د G۲۰ په کنفرانس کې سره راغونډشوې وو. د نوموړې قانون ۲۴۹ مادو هم د نړیوالو رسنیو پام ځان ته را واړوه کوم چې د شیعه ښځو پر حقونو یو لړ بندیزونه په کې شامل وو او ډیر ژر دغه قانون د لویدیځو خبریالانو له خوا "د جنسی تیریود قانون" په نامه ونومول شو. دغه مساله په نړیوالو رسنیو کې وسپړل شوه او د بیلا بیلو ښکیلو کسانو تود غبرګون یې را وپاراوه. دغه څیړنه هڅه کوی څو ددې کیسې بل اړخ، هغه بهیر په کوم کې چې د شیعه د شخصیه احوالو د قانون لایحه په یوه قانون بدله شوه را وسپړی. |